13 خو د انګورو بوټى ورته په جواب کښې ووئيل، ولې زۀ دې خپل مے پېدا کول بند کړم، چې په دې باندې معبودان او انسانان خوشحاليږى، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم.
تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.
شراب هغوئ ته ورکړه څوک چې تباه کيږى، او مے د هغوئ دپاره وى څوک چې په غم آخته وى.
د مېلمستيا روټۍ د خوشحالۍ دپاره وى او مے د زړۀ راحت دپاره وى، او په پېسو هر کار کيږى.
د ډېر سوچ نه پس ما فېصله وکړه چې د ميو په ذريعه ځان په سُر کښې کړم. او د حکمت په لټون کښې مې کم عقلتوب شروع کړو. ما غوښتل چې معلوم کړم چې د انسان په دوه څلور ورځې ژوند کښې په مخ د زمکې څۀ کول فائده مند دى.
دوه ليټره مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
يو نيم ليټر مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
نو بيا ونو د انګورو بوټى ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه.
نو بيا ټولو ونو د ازغو غنې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه.