Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 8:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو د سُکات مشرانو ووئيل، ”مونږ ستاسو لښکر له خوراک ولې ورکړو؟ تاسو تر اوسه پورې زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 8:6
11 Iomraidhean Croise  

دا د اِسمٰعيل زامن وُو، چې په دې ترتيب سره پېدا شوى وُو، نبايوت، قيدار، ادبئيل، مِبسام،


چې کله دوئ روټۍ ته ناست وُو، نو هغوئ د اِسمٰعيليانو يو کاروان وليدو چې هغوئ د جِلعاد نه مِصر ته په سفر روان وُو. د هغوئ په اوښانو خوشبودارې مصالحې او عطر بار وُو.


او چې کله څۀ سوداګر هلته تېرېدل، د هغۀ وروڼو يوسف د کوهى نه بهر راوويستلو او هغه يې د سپينو زرو په شلو سيکو په اِسمٰعيليانو باندې خرڅ کړو، نو هغوئ مِصر ته بوتلو.


اخى‌اب بادشاه ورته ووئيل، ”بِن‌حدد بادشاه ته ووايئ چې تکړه فوجى د جنګ نه مخکښې نۀ بلکې وروستو لافې وهى.“


خو يهوآس واپس دا جواب ورولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو چې، زما زوئ له ستا لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې.


غريب سړے د رحم دپاره مِنت زارى کوى، خو مالداره سړے په سختۍ سره جواب ورکوى.


ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح.


د مالِک خُدائ فرښته فرمائى، ”د ميروز په خلقو دې لعنت وى، په هغوئ دې سخت لعنت وى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په جنګ کښې د مدد دپاره رانۀ غلل، هغوئ د تکړه جنګ کوونکو خِلاف د مالِک خُدائ مدد ونۀ کړو.“


بيا جدعون د سُکات خلقو له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته ياد دى چې زما د مدد کولو نه مو اِنکار وکړو؟ او وئيل مو چې مونږ ستا ستړى لښکر له هيڅ خوراک نۀ شو ورکولے ځکه چې تا زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى. نو وګورئ، هغوئ دا دى.“


کله چې هغوئ سُکات ته ورسېدل، نو هغۀ د ښار خلقو ته وفرمائيل، ”زما سړو له لږه روټۍ ورکړئ. هغوئ ډېر ستړى دى او زۀ د ميديانيانو بادشاهان زِبح او ضلمنع پسې يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan