Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 8:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 کله چې هغوئ سُکات ته ورسېدل، نو هغۀ د ښار خلقو ته وفرمائيل، ”زما سړو له لږه روټۍ ورکړئ. هغوئ ډېر ستړى دى او زۀ د ميديانيانو بادشاهان زِبح او ضلمنع پسې يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 8:5
11 Iomraidhean Croise  

او مَلِک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل،


خو يعقوب سُکات ته لاړو، چرته چې هغۀ د خپل ځان دپاره کور او د څاروو دپاره شپولونه جوړ کړل. نو د هغه ځائ نوم سُکات شو.


د خپل مقدس ځائ نه خُدائ داسې وفرمائيل، ”د فتحې په خوشحالۍ کښې به زۀ شِکم تقسيم کړم، او د سُکات د درې ناپ تول به وکړم.


کله چې تاسو د مِصر نه بهر په لاره کښې وئ نو هغوئ تاسو له د خوراک او اوبو درکولو نه اِنکار وکړو او د مسوپتاميه په ښار پتور کښې يې د بعور زوئ بلعام له پېسې ورکړې چې په تاسو لعنت ووائى.


د مالِک خُدائ فرښته فرمائى، ”د ميروز په خلقو دې لعنت وى، په هغوئ دې سخت لعنت وى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په جنګ کښې د مدد دپاره رانۀ غلل، هغوئ د تکړه جنګ کوونکو خِلاف د مالِک خُدائ مدد ونۀ کړو.“


زِبح او ضلمنع په قرقور کښې د خپل لښکر سره وُو. د صحرا د قبيلو د لښکر نه صِرف پينځلس زره سړى پاتې وُو، يو لاک او شل زره فوجيان وژلے شوى وُو.


د ميديانيانو دوه بادشاهان زِبح او ضلمنع وتښتېدل، خو هغه ورپسې وُو او وې نيول او د هغوئ ټول لښکر يې په وارخطايۍ آخته کړو.


بيا جدعون د سُکات خلقو له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته ياد دى چې زما د مدد کولو نه مو اِنکار وکړو؟ او وئيل مو چې مونږ ستا ستړى لښکر له هيڅ خوراک نۀ شو ورکولے ځکه چې تا زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى. نو وګورئ، هغوئ دا دى.“


ابى‌جيل زر زر دوه سوه روټۍ راټولې کړې، دوه د ميو نه ډکې مشکيزې، پينځۀ حلال شوى ګډان او لس کلو وريتې دانې، سل د کشمشو موټى او دوه سوه موټى د اوچو اينځرو يې واخستل او په خرونو يې بار کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan