4 په دې وخت کښې جدعون او د هغۀ درې سوه سړى د اُردن سيند له راغلى وُو او د دې نه پورې وتى هم وُو. هغوئ ډېر ستړى وُو، خو بيا هم په دشمن پسې وُو.
نو په دې وجه مونږ همت نۀ بائيلو. اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى.
نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.
هغوئ د ميديانيانو دوه مشران، عوريب او زئيب ونيول، عوريب يې د عوريب په ګټ باندې ووژلو او زئيب يې د زئيب د انګورو په لنګرۍ کښې ووژلو. هغوئ په ميديانيانو پسې وُو او د عوريب او زئيب سرونه يې جدعون له راوړل، چې هغه اوس د اُردن نمرخاتۀ طرف ته وو.
د دې نه علاوه، د خُدائ پاک د طاقت په ذريعه تاسو د ميديانيانو دوه مشران عوريب او زئيب ووژل. ما داسې څۀ نۀ دى کړى چې ستاسو سره ځان برابر کړم.“ کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو د هغوئ غصه سړه شوه.
داؤد د څلورو سوو سړو سره په خپله مخه روان وو، هغه نور دوه سوه سړى ډېر زيات ستړى وُو چې د ولې نه نۀ شُو اوړېدلے نو هغوئ وروستو پاتې شول.
داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ د هغوئ په فوجيانو پسې لاړ شم څۀ؟ زۀ به هغوئ ته ورورسېږم؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”ورپسې لاړ شه، تۀ به ورورسېږې او قېديان به ترې نه خلاص کړې.“