34 او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِدمت يې نور ونۀ کړو، چا چې هغوئ د ګېرچاپېره د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کړى وُو.
او د دوئ د نورو مريدانو په مينځ کښې اور بل شو، او د اور په لمبې سره نور بدعمله تباه شُو.
هغوئ خُدائ پاک يعنې خپل خلاصونکے هېر کړو، چا چې په مِصر کښې لوئ کارونه کړى وُو،
هغوئ دا هېر کړل چې هغۀ څۀ کړى وُو، هغه عجيبه کارنامې کومې چې هغۀ ورته ښودلې وې.
دوئ ته د هغۀ قدرت ياد نۀ وو، نۀ ورته دا ياد وُو چې په کومه ورځ هغۀ د ظالمانو نه خلاص کړى وُو.
هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“
ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بېحده هېر کړے يم.
د هغوئ خيال دا دے چې کوم خوبونه چې دوئ په خپلو کښې يو بل ته بيانوى نو د دې په وجه به زما خلق زما نوم هېر کړى، لکه څنګه چې پخوا د دوئ پلار نيکۀ زما نوم هېر کړے وو او د بعل بُت عبادت يې وکړو.“
هغې له به د انګورو باغونه بيا ورکړم او د مصيبت وادۍ نه به د اُميد دروازه جوړه کړم. هغه به زما هغه شان خبره منى لکه چې په ځوانۍ کښې يې منله، چې کله د مِصر نه راووتله.
پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،
بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خپل خُدائ پاک يې هېر کړو او د بعل او اشيرې د بُتانو عبادت يې وکړو.