32 د يوآس زوئ جدعون ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د ابيعزر د قبيلې په ښار عفره کښې د خپل پلار په اديره کښې ښخ شو.
او تۀ په خپله به په ښۀ پوخ عُمر کښې، په تسلۍ سره وفات شې او دفن به شې.
نو اِبراهيم ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو او د ډېر عُمر سړے وو.
يوآب او د هغۀ سړو د عساهيل لاش واخستلو او په بيتلحم کښې د خپل خاندان په قبر کښې يې ښخ کړو. بيا هغوئ ټوله شپه مزل وکړو او سحر وختى حبرون ته واپس ورسېدل.
نو بيا ايُوب په پوخ عُمر کښې مړ شو.
تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى.
جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.
جدعون د سرو زرو يو بُت جوړ کړو او په خپل ښار عفره کښې يې کېښودو. ټولو بنى اِسرائيلو خُدائ پاک پرېښودو او هلته د بُت عبادت له لاړل. دا د جدعون او د هغۀ د خاندان دپاره يو دام جوړ شو.
په شِکم کښې د هغۀ يوه وينځه هم وه، د هغې نه يې يو زوئ وشو او ابىمَلِک نوم يې پرې کېښودو.
چې څنګه جدعون مړ شو نو بنى اِسرائيلو بيا د خُدائ پاک سره بېغېرتى وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې وکړو. هغوئ يو بُت جوړ کړو چې نوم يې بعلبريت وو،