30 د هغۀ اويا زامن وُو، ځکه چې د هغۀ ډېرې ښځې وې.
په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.
په خپله د يعقوب د اولاد ټول شمېر شپږ شپېتۀ وو کوم چې مِصر ته لاړل، دا د هغۀ د زامنو د ښځو نه بغېر دى.
نو په هغه وخت نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ زامن او د هغوئ ښځې کشتۍ ته وختل چې د سېلاب نه ځان بچ کړى.
سليمان اووۀ سوه شهزادګۍ وادۀ کړې او درې سوه وينځې يې هم وې. نو هغوئ د هغۀ زړۀ د خُدائ پاک نه واړولو
د اخىاب بادشاه اويا زامن د سامريه په ښار کښې اوسېدل. ياهُو يو خط وليکلو او د ښار حکمرانانو، د ښار مشرانو او د اخىاب د اولاد مشرانو له يې د دې نقلونه ولېږل. په خط کښې دا وئيلى شوى وُو،
د يعقوب ټول زامن او نمسى په شمېر کښې اويا کسان وُو. يوسف د مخکښې نه په مِصر کښې وو.
آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.
د بادشاه دې ډېرې ښځې نۀ وى، ځکه چې دا به هغه د مالِک خُدائ نه واړوى، او هغه دې خپل ځان په سپينو زرو يا سرو زرو نۀ مالداره کوى.
د هغۀ دېرش زامن وُو چا چې په دېرشو خرونو سورلى کړې وه. د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ دېرش ښارونه وُو، چې تر اوسه پورې د يائير په نوم ياديږى.
د هغۀ څلوېښت زامن او دېرش نمسى وُو، چې هر يو په خپل خر باندې سورلى کوله. عبدون اتۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،
د هغۀ دېرش زامن او دېرش لوڼه وې. هغۀ خپلې لوڼه د خپلې قبيلې نه بهر وادۀ کړې او خپلو زامنو له يې دېرش ښځې د پردو قبيلو نه وادۀ کړې. اِبصان اووۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،
په شِکم کښې د هغۀ يوه وينځه هم وه، د هغې نه يې يو زوئ وشو او ابىمَلِک نوم يې پرې کېښودو.
د جدعون زوئ ابىمَلِک د شِکم ښار ته لاړو، چرته چې د هغۀ د مور ټول خپلوان اوسېدل او هغوئ ته يې ووئيل
خو نن تاسو زما د پلار د خاندان خِلاف شوئ. تاسو د هغۀ زامن اويا سړى د يو کاڼى دپاسه ووژل او دا ځکه چې د هغۀ د وينځې زوئ ابىمَلِک ستاسو رشتهدار دے او تاسو هغه د شِکم بادشاه جوړ کړے دے.
چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا کۀ صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابىمَلِک ستاسو خپله وينه ده.“
هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو.