Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 8:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 نو ميديانيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو او هغوئ نور د خطرې سبب نۀ شول. څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو، تر دې پورې چې جدعون مړ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 8:28
10 Iomraidhean Croise  

وګوره ستا دشمنان راپارېدلى دى، او څوک چې تا نه نفرت کوى سرکشۍ سره راپاڅېدلى دى.


زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج به زما په خپله کوړه هغوئ داسې ووهم لکه څنګه مې چې د ميديان خلق د عوريب ګټ سره وهلى وُو. زۀ به اسوريانو له هغه شان سزا ورکړم لکه څنګه مې چې د مِصريانو لښکر په سمندر کښې ډوب کړے وو.


تۀ به د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړې او د هغوئ د اوږو نه به دروند بوج واخلې. او د ظالمانو زور به ختم کړې داسې لکه څنګه چې تا د ميديان لښکر تباه کړے وو.


څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو او بيا د قنز زوئ عتنى‌اېل مړ شو.


په هغه ورځ بنى اِسرائيلو موآبيانو له شکست ورکړو او اتيا کاله په هغه مُلک کښې امن وو.


مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.


جدعون د سرو زرو يو بُت جوړ کړو او په خپل ښار عفره کښې يې کېښودو. ټولو بنى اِسرائيلو خُدائ پاک پرېښودو او هلته د بُت عبادت له لاړل. دا د جدعون او د هغۀ د خاندان دپاره يو دام جوړ شو.


جدعون واپس خپل کور ته لاړو او هلته اوسېدو.


نو فلستيانو شکست وخوړو او مالِک خُدائ دې ته پرې نۀ ښودل چې تر کومې پورې سموئيل ژوندے وو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو په علاقه قبضه وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan