23 جدعون جواب ورکړو، ”نۀ به زۀ او نۀ به زما زوئ ستاسو حکمران وى. مالِک خُدائ به په خپله ستاسو حکمران وى.“
د مالِک خُدائ بادشاهى به تل تر تله وى، د هغۀ د دُنيا نه به غېرقومونه هلاک شى.
بنى اِسرائيل دې د خپل خالق سره خوشحالى وکړى، د صيون خلق دې د خپل بادشاه سره خوشحاله وى.
مالِک خُدائ به په خپله زمونږ قاضى، زمونږ حکمران، او زمونږ بادشاه وى، هغه به زمونږ خيال ساتى او مونږ به بچ کوى.
کله کله خو داسې ښکارى لکه چې مونږ هډو ستا خلق نۀ وُو او نۀ کله ستا د خلقو د نوم پورې تړلې يُو.
زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.
او کوم خلق چې ستاسو په حواله شوى دى، په هغوئ رُعب داب مۀ اچوئ بلکې د رمې دپاره نمونه شئ.
هلته خلقو او د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو يو بل ته ووئيل، ”څوک چې په عمونيانو باندې وړومبے حمله وکړى نو هغه به د جِلعاد په ټولو خلقو باندې مشر شى.“
کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو.
د هغې نه پس، بنى اِسرائيلو جدعون ته ووئيل، ”تۀ او ستا نه پس دې ستا اولاد زمونږ بادشاهان شى ځکه چې تا مونږ د ميديانيانو نه بچ کړى يُو.“
زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه څوک چې تاسو د ټولو تکليفونو او سختو نه بچ کوى، خو تاسو نن زۀ رد کړے يم او بادشاه مو رانه غوښتے دے. ډېره ښۀ ده، نو د مالِک خُدائ په وړاندې ډله په ډله او قبيله په قبيله راغونډ شئ.“
خو کله چې تاسو وليدل چې د عمون بادشاه ناحس په تاسو حمله کوى، نو تاسو مالِک خُدائ رد کړو اګر چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو بادشاه وو خو تاسو بيا هم ما ته ووئيل چې مونږ يو بادشاه غواړُو چې په مونږ بادشاهى کوى.