Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 8:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 بيا زِبح او ضلمنع جدعون ته ووئيل، ”راشه او په خپله مونږ ووژنه. څنګه چې سړے وى هغسې يې طاقت وى.“ نو جدعون هغوئ ووژل او هغه ټول کالى يې ترې نه يوړل چې د هغوئ د اوښانو په غاړو کښې وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 8:21
13 Iomraidhean Croise  

پاکه خُدايه چپ مۀ پاتې کېږه، پاکه خُدايه مۀ غلے کېږه مۀ چپ کېږه.


د هغوئ مشران د عوريب او زئيب په شان مړۀ کړه، او شهزادګان يې لکه د ضلمنع او د زبيح په شان مړۀ کړه،


دا په کښې چا ووئيل چې، ”راځئ چې د خُدائ پاک د څرن ځايونه قبضه کړُو.“


داسې ورځ راروانه ده چې مالِک خُدائ به د يروشلم د ښځو نه هغه هر څۀ واخلى په څۀ چې هغوئ ځانونه ښائسته کوى، پانزېبونه، هارونه، د سپوږمۍ په شان کالے،


بيا يشوَع بادشاهان ووژل او په پينځو ونو پورې يې راځوړند کړل او تر مازيګره پورې د هغوئ لاشونه هلته وُو.


په دې ورځو کښې به خلق مرګ غواړى خو مرګ به ورته نۀ ملاويږى، هغوئ به د مرګ خواهش کوى خو مرګ به د هغوئ نه تښتى.


هغوئ ووئيل، ”مونږ دلته د دې دپاره راغلى يُو چې تا وتړُو، نو داسې به تا هغوئ ته په حواله کړُو.“ سمسون وفرمائيل، ”ما ته قسم وخورئ چې تاسو به په خپله ما نۀ وژنئ.“


بيا هغۀ خپل مشر زوئ يتر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او هغوئ ووژنه.“ خو هلک خپله تُوره راونۀ ويستله، ځکه چې هغه هلک وو او يرېدلو.


د هغې نه پس، بنى اِسرائيلو جدعون ته ووئيل، ”تۀ او ستا نه پس دې ستا اولاد زمونږ بادشاهان شى ځکه چې تا مونږ د ميديانيانو نه بچ کړى يُو.“


جدعون ته چې کومې د سرو زرو والۍ مِلاو شوې وې هغه تقريباً شل کلو وې او په دې کښې کالى، هارونه او د کاسنى رنګ جامې شاملې نۀ وې چې د ميديان بادشاهانو اغوستې او هغه پټه هم په کښې شامله نۀ وه چې د هغوئ د اوښانو په غاړه وه.


نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو.


د ساؤل نه ګېرچاپېره جنګ ډېر سخت وو او هغه په خپله د دشمن په غشو باندې لګېدلے وو او سخت زخمى وو.


هغه زلمى ته پته ولګېده چې ساؤل مړ شو، نو هغۀ خپل ځان په خپله تُوره وروغورزولو او د ساؤل په څنګ کښې مړ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan