20 بيا هغۀ خپل مشر زوئ يتر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او هغوئ ووژنه.“ خو هلک خپله تُوره راونۀ ويستله، ځکه چې هغه هلک وو او يرېدلو.
او چې څنګه فېصله د هغوئ په خلاف ليکلے شوې ده هغه شان وشى. دا د هغۀ ټولو مقدسينو ته جلال دے. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.
او هغوئ يشوَع ته راوستلے شول. يشوَع بيا د بنى اِسرائيلو ټول سړى راوغوښتل او هغه آفسرانو له يې حُکم ورکړو چې، ”راشئ او خپلې پښې د بادشاهانو په څټُونو باندې کېږدئ.“ او هغوئ ورله په څټُونو پښې کېښودې.
جدعون ورته وفرمائيل، ”هغوئ زما وروڼه وُو، زما د خپلې مور زامن وُو. زۀ دا قسم خورم کۀ تاسو هغوئ وژلى نۀ وے، نو ما به تاسو نۀ وژلئ.“
بيا زِبح او ضلمنع جدعون ته ووئيل، ”راشه او په خپله مونږ ووژنه. څنګه چې سړے وى هغسې يې طاقت وى.“ نو جدعون هغوئ ووژل او هغه ټول کالى يې ترې نه يوړل چې د هغوئ د اوښانو په غاړو کښې وُو.
سموئيل ورته وفرمائيل، ”څنګه چې ستا تُورې ډېرې ميندې بېاولاده کړى دى، نو اوس به ستا مور هم بېاولاده شى.“ او هغۀ اجاج په جِلجال کښې د مالِک خُدائ قربانګاه په مخکښې ټوټې ټوټې کړو.