2 خو هغۀ وفرمائيل، ”ما چې څۀ کولے شول دا د هغې په نسبت هيڅ هم نۀ دى څۀ چې تاسو کړى دى. کۀ د اِفرائيم سړو لږ څۀ هم کړى دى دا د هغې نه ښۀ دى څۀ چې زما ټولې قبيلې کړى دى.
کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى د لَو نه پاتې وى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ.
دا د جِلعاد قبيلې دى، د يعزر قبيله، د حالق قبيله،
بيا د مالِک خُدائ فرښته د عفره کلى ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې کښېناسته چې دا ونه د يوآس وه، يوآس د ابيعزر د قبيلې سړے وو. د هغۀ زوئ جدعون په پټه باندې د انګورو په لنګرۍ کښې غنم ټکول، د دې دپاره چې ميديانيان يې ونۀ ګورى.
د مالِک خُدائ روح په جدعون نازل شو، نو هغۀ بيګل وغږولو او د ابيعزر د قبيلې سړى يې راوغوښتل چې هغۀ پسې روان شى.
بيا د اِفرائيم سړو جدعون ته ووئيل، ”کله چې تۀ د ميديانيانو سره جنګ له تلې نو مونږ دې ولې ونۀ غوښتلو؟ تا مونږ سره داسې سلوک ولې وکړو؟“ او هغوئ ورباندې سخت تنقيد وکړو.
د دې نه علاوه، د خُدائ پاک د طاقت په ذريعه تاسو د ميديانيانو دوه مشران عوريب او زئيب ووژل. ما داسې څۀ نۀ دى کړى چې ستاسو سره ځان برابر کړم.“ کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو د هغوئ غصه سړه شوه.