19 جدعون ورته وفرمائيل، ”هغوئ زما وروڼه وُو، زما د خپلې مور زامن وُو. زۀ دا قسم خورم کۀ تاسو هغوئ وژلى نۀ وے، نو ما به تاسو نۀ وژلئ.“
بيا هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تا ته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم، چې هغۀ زۀ د ټولو مصيبتونو نه بچ کړے يم،
دا به د مړ شوى کس د نزدې خپلوانو ذمه وارى وى چې قاتِل مړ کړى. چې کله يې هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى.
بيا جدعون زِبح او ضلمنع نه تپوس وکړو، ”تاسو په تبور کښې څوک وژلى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغوئ ستا په شان وُو، هر يو کس د بادشاه د زوئ په شان وو.“
بيا هغۀ خپل مشر زوئ يتر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او هغوئ ووژنه.“ خو هلک خپله تُوره راونۀ ويستله، ځکه چې هغه هلک وو او يرېدلو.
پاتې شپه دلته تېره کړه، او سحر به مونږ وګورو چې هغه ستا ذمه وارى اخلى يا نه. کۀ اخلى، نو ټيک ده، او کۀ نۀ اخلى، نو زۀ بيا په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به ستا خيال ساتم. نو اوس دلته تر سحره پورې پاتې شه.“