16 بيا هغۀ د صحرا نه ازغى او غنې يوړې او د سُکات مشرانو له يې ورباندې سزا ورکړه.
د هوښيار په شونډو کښې پوهه موندلے کيږى، خو د ناپوهه دپاره چوکه وى.
سزا د پېغور کوونکى دپاره تياره شوې وى، او وهل د کم عقلو د ملاګانو دپاره تيار وى.
د هغوئ د ټولو نه ښۀ هم لکه د ازغن بوټى په شان دے، د هغوئ ډېر نېکان د ازغن بوټو د ډېرى نه هم خراب دى. خو ستاسو د فېصلې ورځ راغلې ده، ستاسو د سزا او وارخطايۍ وخت رارسېدلے دے.
بيا جدعون د سُکات خلقو له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته ياد دى چې زما د مدد کولو نه مو اِنکار وکړو؟ او وئيل مو چې مونږ ستا ستړى لښکر له هيڅ خوراک نۀ شو ورکولے ځکه چې تا زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى. نو وګورئ، هغوئ دا دى.“
هغۀ په فنواېل کښې برج هم راغورزولو او د ښار خلق يې ووژل.
نو جدعون وفرمائيل، ”ټيک ده. کله چې مالِک خُدائ زِبح او ضلمنع ما ته په حواله کړى، نو ستاسو غوښې به د صحرا په ازغو او غنو باندې وشلوم.“