12 د ميديانيانو دوه بادشاهان زِبح او ضلمنع وتښتېدل، خو هغه ورپسې وُو او وې نيول او د هغوئ ټول لښکر يې په وارخطايۍ آخته کړو.
څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى.
د هغوئ مشران د عوريب او زئيب په شان مړۀ کړه، او شهزادګان يې لکه د ضلمنع او د زبيح په شان مړۀ کړه،
تا د هغوئ قوم لوئ کړے دے او لويه خوشحالى دې ورکړې ده. تا چې څۀ کړى دى نو په هغې باندې هغوئ خوشحالى کوى، هغوئ دومره خوشحالى کوى لکه چې خلق يې د فصل د رېبلو په وخت کوى، او يا چې کله مالِ غنيمت تقسيميږى.
نۀ به تېزه منډه وهونکى وتښتېدے شى، او نۀ به طاقتور کښې طاقت پاتې شى، او نۀ به جنګيالى خپل ژوند بچ کړے شى.
ما د کوشن د خلقو خېمې په مصيبت کښې وليدلې، د ميديانيانو د اوسېدو ځائ په تکليف کښې.
جدعون د نوبح او يګبها نمرخاتۀ طرف ته د قافِلو په لاره لاړو او ناڅاپى يې په لښکر باندې حمله وکړه.
کله چې جدعون د حِرس درې په لاره د جنګ نه واپس روان وو،