8 نو جدعون هغه ټول بنى اِسرائيليان کور ته ولېږل بغېر د هغه درېو سوو نه، چا چې بيګلې او سامان ساتلے وو. د ميديانيانو کېمپ د هغوئ نه لاندې په مېدان کښې وو.
په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى.
نو د اوومې مياشتې په لسمه ورځ يعنې د کفارې په ورځ به په ټول مُلک کښې بيګل وغږولے شى.
کله چې ستاسو په مُلک کښې جنګ وى او دشمن په تاسو باندې حمله کوى، نو په لنډ آواز به د خطرې بيګل وغږوئ. زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، به ستاسو مدد وکړم او ستاسو د دشمنانو نه به مو بچ کړم.
او د آخرى بيګل د آواز سره په يوه لحظه او د سترګو په رپ کښې به مړى په غېر فانى حالت کښې راژوندى شى، او مونږ به بدل شُو.
او اِمامانو بيګلې وغږولې او چې څنګه خلقو د دې آواز واورېدو نو هغوئ يوه اوچته نعره ووهله او دېوالونه راوغورزېدل. بيا ټول لښکر سيدها ښار ته ننوتلو او قبضه يې کړو.
اووۀ اِمامان به د لوظ صندوق نه مخکښې روان شى چې د هر يو سره به يو يو بيګل وى. نو په اوومه ورځ به تۀ او ستا سپاهيان د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ چکرې لګوئ او اِمامان بيګلى غږوى.
کله چې هغه د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدو، نو هغۀ بيګل وغږولو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره راغونډ کړى، بيا يې هغوئ د غر نه لاندې بوتلل.
نو ټول ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلې راغونډې شوې، د اُردن سيند نه پورې وتل او د يزرعيل په مېدان کښې يې خېمې ولګولې.
مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”د دې درې سوو سړو په ذريعه چې په لَپو باندې اوبۀ څښى، زۀ به تاسو بچ کړم او په ميديانيانو باندې به فتح درکړم. باقى نور ټول کورونو ته ولېږه.“
په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون له حُکم ورکړو، ”پاڅه او په خېمو حمله وکړه، زۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکوم.