6 هلته درې سوه سړى داسې وُو چې هغوئ په لَپو کښې اوبۀ راواخستلې او وې څښلې، او نور ټول په خپلو ګوډو باندې ټيټ شول او اوبۀ يې وڅښلې.
خو بادشاه به د لارې د ولې نه اوبۀ وڅښى، نو ځکه به هغه د کاميابۍ هسکه غړۍ ګرځوى.
د انسان په نظر کښې د هغۀ ټولې لارې هغۀ ته پاکې ښکارى، خو مالِک خُدائ د هغۀ نيت آزمائى.
جدعون سړى اوبو له بوتلل او مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه کسان چې د سپى په شان په ژبه اوبۀ څښى، د هغه ټولو نه جدا کړه چې په خپلو ګوډو باندې ټيټ شى او اوبۀ وڅښى.“
مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”د دې درې سوو سړو په ذريعه چې په لَپو باندې اوبۀ څښى، زۀ به تاسو بچ کړم او په ميديانيانو باندې به فتح درکړم. باقى نور ټول کورونو ته ولېږه.“