5 جدعون سړى اوبو له بوتلل او مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه کسان چې د سپى په شان په ژبه اوبۀ څښى، د هغه ټولو نه جدا کړه چې په خپلو ګوډو باندې ټيټ شى او اوبۀ وڅښى.“
الياس ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه. کور ته لاړه شه او چې څۀ دې ووئيل نو هم هغه شان وکړه. خو اول، چې تا سره څۀ دى د هغې نه يوه وړه روټۍ پخه کړه او ما له يې لږه راوړه او بيا د خپل زوئ او ځان دپاره څۀ تيار کړه.
خو بادشاه به د لارې د ولې نه اوبۀ وڅښى، نو ځکه به هغه د کاميابۍ هسکه غړۍ ګرځوى.
بيا مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره دا سړى اوس هم ډېر زيات دى. هغوئ لاندې اوبو ته بوځه او زۀ به هغوئ ستا دپاره هلته بېل بېل کړم. چې زۀ تا ته ووايم چې دا سړى به تا سره خامخا ځى نو هغه به ځى او چې کوم سړى درته وښايم چې نۀ به ځى نو هغه به نۀ ځى.“
هلته درې سوه سړى داسې وُو چې هغوئ په لَپو کښې اوبۀ راواخستلې او وې څښلې، او نور ټول په خپلو ګوډو باندې ټيټ شول او اوبۀ يې وڅښلې.