Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 7:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 بيا مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره دا سړى اوس هم ډېر زيات دى. هغوئ لاندې اوبو ته بوځه او زۀ به هغوئ ستا دپاره هلته بېل بېل کړم. چې زۀ تا ته ووايم چې دا سړى به تا سره خامخا ځى نو هغه به ځى او چې کوم سړى درته وښايم چې نۀ به ځى نو هغه به نۀ ځى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 7:4
10 Iomraidhean Croise  

څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم امتحان واخستو، هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِبراهيمه.“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“


خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.


يو بادشاه به هم د خپل لښکر په ډيروالى بچ نۀ شى، او نۀ به کوم تکړه سپاهى په خپل زور تښتېدے شى.


نو پاکه خُدايه تا خو مونږه آزمائيلى يُو، داسې لکه سپين زر دې په اور صفا کړى يُو.


ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه، آباد کړه صادقان صادقه خُدايه، د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې.


جدعون سړى اوبو له بوتلل او مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه کسان چې د سپى په شان په ژبه اوبۀ څښى، د هغه ټولو نه جدا کړه چې په خپلو ګوډو باندې ټيټ شى او اوبۀ وڅښى.“


يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“


خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan