3 خلقو ته اِعلان وکړه، هر څوک چې يرېدلې وى يا يې زړونه بائيللى وى نو هغوئ دې واپس کور ته لاړ شى او مونږ به دلته د جِلعاد د غر سره ايسار شو.“ نو دوويشت زره واپس لاړل او لس زره ايسار شول.
خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى.
دغه شان وروستنى به اول شى او اول به آخر شى.“
آفسران به سړو ته دا هم ووائى، دلته داسې يو سړے شته، چې هغه يريږى يا يې زړۀ بائيللے وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، هغه به د خپل ځان په شان د نورو ملګرو زړونه هم کمزورى کړى.
هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“
هغۀ د منسى ټولې علاقې دواړو برخو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې هغوئ راوغواړى او چې دۀ پسې روان شى. هغۀ د آشر، زبولون او نفتالى قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل او هغوئ هم د دۀ سره شاملېدو دپاره راغلل.