21 ټول سړى د خېمو نه ګېرچاپېره په خپل خپل ځائ باندې ودرېدل او د دشمن ټول لښکر وتښتېدو او چغې يې وهلې.
او هر فوجى يو يو دشمن ووژلو. شاميان وتښتېدل، اِسرائيليان ورپسې وُو، خو بِنحدد او د هغۀ ملګرى په آسونو باندې وتښتېدل.
يحزىايل ووئيل، ”د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو او يهوسفط بادشاه ما ته غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائى چې تاسو بېخى د دې لوئ لښکر سره په مخامخ کېدو کښې مۀ يرېږئ او مۀ بېحوصلې کېږئ. ځکه چې دا جنګ ستاسو نۀ بلکې د خُدائ پاک دے.
تاسو به دا جنګ نۀ کوئ. صِرف د جنګ دپاره صفونه جوړ کړئ او کلک ودرېږئ، تاسو به هغه فتح ووينئ کومه چې مالِک خُدائ درکوى. مۀ يرېږئ او مۀ بېحوصلې کېږئ. سبا د هغوئ خِلاف راوځئ او مالِک خُدائ به ستاسو مل وى.“
مالِک خُدائ د هغوئ د جنګى ګاډو پايې ونښلولې، نو چې هغه په سختۍ سره چلېدلې. مِصريانو ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خِلاف د بنى اِسرائيلو دپاره جګړه کوى. راځئ چې د بنى اِسرائيلو نه وتښتُو.“
بدکاران هيڅ بېهيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.
قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.
د مِصر نه چې کوم مدد ملاويږى نو هغه بېفائدې دے. نو ځکه ما په مِصر باندې يو بل نوم ”بېضرره اژدها“ اېښے دے.
د اور تاو يې بند کړو، او د تُورې د مخ نه بچ شول. هغوئ په کمزورتيا کښې طاقت حاصل کړو، په جنګ کښې طاقتور شول او د غېرو مُلکونو فوجونه يې په تېښته کړل.
او هغه نورو دوو ډلو هم دغه شان وکړل. هغوئ ټولو په خپلو ګسو لاسونو کښې چراغونه نيولى وُو، په ښو لاسونو کښې يې بيګلې وې او چغې يې وهلې، ”تُوره د مالِک خُدائ او جدعون دپاره.“