قاضيانو 7:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره چې کوم سړى دى دا زما دپاره ډېر زيات دى چې هغوئ له په ميديانيانو باندې فتح ورکړم. کېدے شى چې هغوئ دا سوچ وکړى چې هغوئ د خپل طاقت سره دا ګټه موندلې ده، نو مغروره به شى. Faic an caibideil |
آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه، اوس زمونږ مدد وکړه، ځکه چې مونږ په تا اعتماد کوُو او ستا په نوم د دې لوئ لښکر سره د جنګ دپاره راغلى يُو. مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“