19 جدعون او د هغۀ سل سړى د نيمې شپې نه لږ مخکښې د خېمو غاړې ته راغلل، هم په هغه وخت پهره دار بدل شوى وُو. بيا هغوئ بيګلې وغږولې او چې د هغوئ سره کوم منګى وُو نو هغه يې مات کړل،
د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې، هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“
ځکه ستا په نظر کښې زر کاله داسې دى لکه يوه ورځ چې تېره شوې وى، او يا د شپې يو پار چې تير شوے وى.
د سحر د رڼا نه مخکښې مالِک خُدائ د اور او وريځې ستن نه لاندې د مِصريانو لښکر ته وکتل او هغوئ يې د وارخطايۍ په وجه تښتېدو ته جوړ کړل.
خو په نيمه شپه کښې چغې شوې، وګورئ د وادۀ زلمے راغلو. راشئ چې وې ګورئ.
ځکه چې تاسو په خپله ښۀ خبر يئ چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان ناګهانه راشى.
”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“
هغۀ درې سوه سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هر يو سړى له يې يو بيګل او يو منګے ورکړو چې په کښې به چراغ وو.
کله چې زۀ او زما قبيله بيګلې وغږوُو، بيا تاسو خپلې بيګلې د خېمو نه ګېرچاپېره وغږوئ او داسې نعرې ووهئ، دپاره د مالِک خُدائ او د جدعون.“
او هغه نورو دوو ډلو هم دغه شان وکړل. هغوئ ټولو په خپلو ګسو لاسونو کښې چراغونه نيولى وُو، په ښو لاسونو کښې يې بيګلې وې او چغې يې وهلې، ”تُوره د مالِک خُدائ او جدعون دپاره.“