18 کله چې زۀ او زما قبيله بيګلې وغږوُو، بيا تاسو خپلې بيګلې د خېمو نه ګېرچاپېره وغږوئ او داسې نعرې ووهئ، دپاره د مالِک خُدائ او د جدعون.“
هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ چې کله د خېمو غاړې ته ورسېږم، ما ته ګورئ او چې زۀ څۀ کوم نو هغه شان وکړئ.
جدعون او د هغۀ سل سړى د نيمې شپې نه لږ مخکښې د خېمو غاړې ته راغلل، هم په هغه وخت پهره دار بدل شوى وُو. بيا هغوئ بيګلې وغږولې او چې د هغوئ سره کوم منګى وُو نو هغه يې مات کړل،
او دلته به هر چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ته د خپلو خلقو بچ کولو دپاره د تُورو او وړو نېزو ضرورت نشته. ځکه چې دا د مالِک خُدائ جنګ دے او هغه به تاسو ټول مونږ ته حواله کړى.“