Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 7:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 کله چې جدعون د هغه سړى د خوب او د هغې د مطلب په حقله واورېدل، نو هغۀ د مالِک خُدائ عبادت وکړو. بيا هغه واپس د بنى اِسرائيلو خېمو ته لاړو او وې فرمائيل، ”پاڅئ، مالِک خُدائ تاسو له د ميديانيانو په لښکر باندې فتح درکوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 7:15
15 Iomraidhean Croise  

ما خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت مې وکړو. ما د مالِک خُدائ ثناء ووئيله، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ زۀ نېغ زما د نېک نوسۍ له راوستلم چې هغه د اِسحاق ښځه جوړه شى.


هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ دواړو يو يو خوب ليدلے دے او دلته داسې هيڅ څوک هم نشته چې تعبير يې وکړى.“ يوسف ورته ووئيل چې، ”دا خو خُدائ پاک دے چې هغه د خوبونو د تعبير عِلم ورکوى، تاسو ما ته خپل خوبونه ووايئ.“


يوه شپه مونږ دواړو يو يو خوب وليدو او د هغه خوبونو بېل بېل مطلبونه وُو.


هغۀ ورته ووئيل، ”په ما پسې راځئ. مالِک خُدائ تاسو له په خپلو دشمنانو يعنې موآبيانو باندې فتح درکړې ده.“ نو هغوئ په اهُود پسې لاندې لاړل او هغه ځائ يې قبضه کړو چې په کوم ځائ کښې به موآبيان د اُردن سيند نه پورې وتل، هغوئ هيچا له هم د پورې وتلو اجازت ورنۀ کړو.


دبورې برق ته ووئيل، ”لاړ شه. مالِک خُدائ به ستا لارښودنه کوى، نن هغۀ تا له په سِسيرا باندې فتح درکړې ده.“ نو برق د خپلو لسو زرو سړو سره د تبور غر نه راکوز شو.


چې هغوئ څۀ وائى نو تۀ به هغه واورې او تا ته به د حملې کولو حوصله مِلاو شى.“ نو جدعون او د هغۀ نوکر فوراه د دشمنانو د خېمو غاړې ته لاړل.


د هغۀ دوست جواب ورکړو، ”دا د بنى اِسرائيلو تُوره ده چې د يوآس زوئ جدعون دے، د دې بل هيڅ مطلب نشته. خُدائ پاک هغۀ له په ميديانيانو او زمونږ په ټول لښکر باندې فتح ورکړې ده.“


هغۀ درې سوه سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هر يو سړى له يې يو بيګل او يو منګے ورکړو چې په کښې به چراغ وو.


نو جدعون وفرمائيل، ”ټيک ده. کله چې مالِک خُدائ زِبح او ضلمنع ما ته په حواله کړى، نو ستاسو غوښې به د صحرا په ازغو او غنو باندې وشلوم.“


نو زۀ دے مالِک خُدائ ته وقف کوم. تر کومې پورې چې دے ژوندے وى نو د مالِک خُدائ به وى.“ بيا هغوئ هلته د مالِک خُدائ عبادت وکړو.


بيا هغوئ يونتن او هغه زلمى ته د کېمپ نه چغې وهلې چې، ”بره راوخېژئ، مونږ به تاسو ته چل وښايُو.“ يونتن زلمى ته ووئيل، ”ما پسې راځه. مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دوئ باندې فتح ورکړې ده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan