12 ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلو سړى د مُولخانو د لښکر په شان په مېدان کښې خوارۀ شوى وُو او د هغوئ اوښان د سمندر د شګو په شان بېشمېره وُو.
اِسرائيليان راغونډ کړے شول او د جنګ سامان يې راواخستلو، هغوئ روان شول او شاميانو ته مخامخ يې خېمې ولګولې. اِسرائيليان د شاميانو په مقابله کښې د چېلو د دوو وړو رَمو په شان ښکارېدل خو د شاميانو نه ګېرچاپېره مُلک ډک وو.
سليمان د نمرخاتۀ د ټولو هوښيارانو او د مِصر د هوښيارو سړو نه زيات هوښيار وو.
اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما، څومره ډېر راپاڅېدلى دى خلاف زما.
يو بادشاه به هم د خپل لښکر په ډيروالى بچ نۀ شى، او نۀ به کوم تکړه سپاهى په خپل زور تښتېدے شى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، هغوئ به د مِصر خلق د ځنګلى ونو په شان ووهى، ځکه چې د هغوئ شمېر د مُولخانو نه هم ډېر بېشمېره دے.
نو هغوئ د خپلو ټولو فوجيانو سره راغلل، دا دومره ډېر سړى وُو لکه چې د سمندر په غاړه شګې وى. د هغوئ سره ډېر آسونه او جنګى ګاډۍ هم وې.
چې کله به هم بنى اِسرائيلو څۀ تخم وکَرلو، نو ميديانيان به د عماليقيانو او د صحرا د قبيلو سره راتلل او په هغوئ به يې حمله کوله.
نو ټول ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلې راغونډې شوې، د اُردن سيند نه پورې وتل او د يزرعيل په مېدان کښې يې خېمې ولګولې.
هغوئ به د مُولخانو د لښکر په شان د خپلو څاروو او خېمو سره راتلل. هغوئ او د هغوئ اوښان د شمېر نه بهر وُو. هغوئ راغلل او زمکه يې ورانه ويجاړه کړه،
کله چې جدعون راورسېدو، هغۀ واورېدل چې يو سړے خپل ملګرى ته خوب بيانوى. هغۀ وفرمائيل، ”ما خوب وليدو چې د اوربشو يو ګول روټۍ راورغړېده او يوه خېمه يې ووهله، خېمه په بل مخ واوړېدله او راوغورزېدله.“
زِبح او ضلمنع په قرقور کښې د خپل لښکر سره وُو. د صحرا د قبيلو د لښکر نه صِرف پينځلس زره سړى پاتې وُو، يو لاک او شل زره فوجيان وژلے شوى وُو.
فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيتآون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.
په ورپسې ورځ سحر وختى داؤد په هغوئ حمله وکړه او تر ماښامه پورې يې ورسره جنګ وکړو. د څلورو سوو زلمو نه بغېر چې هغوئ په اوښانو سوارۀ او لرې وُو، بل يو کس هم ونۀ تښتېدو.