Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 يوه ورځ جدعون او د هغۀ ټول سړى وختى پاڅېدل او د حرود چينې په خوا کښې يې خېمې ولګولې. د ميديانيانو خېمې د هغوئ شمالى طرف ته په مېدان کښې د موره غر ته نزدې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 7:1
14 Iomraidhean Croise  

ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.)


نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو او خپل دوه ځوانان سړى او اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدونکې قربانۍ دپاره لرګى پرې کړل او روان شو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو.


کوم کار دې چې د ميديانيانو سره کړے وو د دوئ سره يې هم وکړه، لکه څنګه چې تا د سِسيرا او د يابين سره د قيسون درياب په غاړه کړے وو،


تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.


دا دوه غرونه د کنعانيانو په علاقه کښې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته دى، کنعانيان د اُردن په مېدان کښې اوسيږى، چې جِلجال ښار ته نزدې دے او د موره مقدسو ونو نه لرې نۀ دے.


په بل سحر يشوَع او ټول اِسرائيليان وختى پاڅېدل. او د شطيم کېمپ نه روان شول او اُردن ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې او انتظار يې کولو چې د هغه ځائ نه پورې غاړه واوړى.


يشوَع په ورپسې ورځ سحر وختى پاڅېدو او په دوېم ځل اِمامانو او سپاهيانو د ښار نه ګېرچاپېره چکر ولګولو هم په هغه ترتيب سره چې په وړاندينۍ ورځې يې کړى وُو. مخکښې وسله بند سړى، ورپسې اووۀ اِمامان چې اووۀ بيګلې يې غږولې، او بيا هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو، او په آخر کښې شاته نور وسله بند سړى وُو. او په هغه دوران کښې بيګلې غږېدې.


نو د هغه وخت نه جدعون په يربعل باندې مشهور شو، کله چې يوآس وئيلى وُو، ”پرېږده چې بعل خپل ځان بچ کړى، دا د هغۀ قربان‌ګاه ده چې تباه کړے شوه.“


نو ټول ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلې راغونډې شوې، د اُردن سيند نه پورې وتل او د يزرعيل په مېدان کښې يې خېمې ولګولې.


په هغه شپه خُدائ پاک هغه هر څۀ وکړل. په ورپسې سحر وړۍ اوچه وه، خو زمکه په پرخه باندې لونده وه.


جدعون واپس خپل کور ته لاړو او هلته اوسېدو.


مالِک خُدائ جدعون، برق او اِفتاح راولېږل او په آخر کښې يې زۀ راولېږلم. مونږ هر يو تاسو د ګېرچاپېره دشمنانو نه بچ کړئ او تاسو په خېر سره ژوند تېرولو.


فلستيانو خپل ټول فوجيان افيق ته راغونډ کړل او بنى اِسرائيلو په يزرعيل کښې د چينې سره خېمې ولګولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan