9 ما تاسو د مِصريانو نه او د هغه خلقو نه بچ کړئ چې هغوئ ستاسو سره په دې مُلک کښې جنګ وکړو. چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو ما هغوئ وشړل او ما تاسو له د هغوئ مُلک درکړو.
هغۀ خپل خلق په ډيرې خوشحالۍ سره راوويستل، خپل غوره شوى خلق يې د خوشحالۍ په چغو او سورو سره راوويستل.
او مونږ يې د خپلو دشمنانو نه خلاص کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.
زۀ به ستاسو نه مخکښې يوه فرښته ولېږم او زۀ به کنعانيان، اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وشړم.
ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به د اموريانو معبودانو عبادت نۀ کوئ د چا په مُلک کښې چې اوس تاسو اوسېږئ. خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.“
نو هغۀ د هغوئ دپاره يو پېغمبر راولېږلو او هغۀ وفرمائيل، ”ما مالِک خُدائ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه راوويستلئ.
او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او د مِصريانو او هغه نورو ټولو خلقو نه مې بچ کړئ چې کومو په تاسو باندې سختى کوله.