39 جدعون خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”ما ته مۀ غصه کېږه، ما له اجازت راکړه چې صِرف يوه خبره وکړم. ما لږ پرېږده چې په وړۍ باندې يو بل آزمېښت وکړم. دا ځل پرېږده چې وړۍ اوچه وى او زمکه لمده وى.“
اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، خو زۀ يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف دېرش کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به داسې نۀ کوم کۀ دېرش هم وى.“
اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، زۀ به صِرف يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف لس کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”کۀ لس کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“
چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.
ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ پاک بادشاهى به تاسو نه واخستے شى او هغه قوم له به ورکړے شى څوک چې يې پوره مېوه ورکوى.
خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارې ته وغورزولے شى کوم ځائ چې به ژړا وير او د غاښونو چيچل وى.“
بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېريهوديانو ته دعوت ورکوو.
بيا هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چې زۀ تا لرې لرې غېر يهودى قومونو ته لېږم.“
پرېږدئ چې تاسو ته پته ولګى چې د خُدائ پاک دا خلاصون غېريهوديانو ته رالېږلے شوے دے او هغوئ به ورته غوږ نيسى.“
نو هم دغه شان وشول. کله چې جدعون ورپسې سحر وختى پاڅېدو، هغۀ وړۍ نچوړ کړه او دومره ډېره پرخه يې ترې نه وويستله چې د اوبو نه يې يو لوښے ډک شو.
په هغه شپه خُدائ پاک هغه هر څۀ وکړل. په ورپسې سحر وړۍ اوچه وه، خو زمکه په پرخه باندې لونده وه.