36 بيا جدعون خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”تۀ وائې چې دا فېصله دې کړې ده چې تۀ به ما د بنى اِسرائيلو د خلاصولو دپاره استعمالوې.
خو ابرام ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ما ته به څنګه پته ولګى چې دا به زما شى؟“
يشعياه ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به د دې نښه درته وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کړى. نو ستا څنګه خوښه ده چې دا سورے لس قدمه مخکښې لاړ شى يا لس قدمه وروستو لاړ شى؟“
”د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه وغواړه چې يوه نښه درته وښائى. کۀ هغه د آسمان نه پاس وى او کۀ د عالمِ ارواح نه لاندې وى.“
ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانوايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.
فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“
بيا مالِک خُدائ هغۀ له حُکم ورکړو، ”تکړه شه او ورشه او بنى اِسرائيليان د ميديانيانو نه بچ کړه. زۀ په خپله تا لېږم.“
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خو زۀ به ستا مل يم او تۀ به ميديانيان داسې ووهې لکه چې هغوئ صِرف يو کس وى.“
ټيک ده، زۀ به په درمند باندې دا وړۍ وغوړوم. خو کۀ په سحر کښې پرخه صِرف په وړۍ باندې وى او په زمکه باندې نۀ وى، نو ما ته به پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو بچ کولو دپاره به تۀ ما استعمالوې.“
خو کۀ هغوئ مونږ ته ووائى چې راشئ، نو مونږ به ورشُو، ځکه چې دا به د هغه فتحې نښه وى چې مالِک خُدائ مونږ له په هغوئ باندې راکړې ده.“