Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 6:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 نو د هغه وخت نه جدعون په يربعل باندې مشهور شو، کله چې يوآس وئيلى وُو، ”پرېږده چې بعل خپل ځان بچ کړى، دا د هغۀ قربان‌ګاه ده چې تباه کړے شوه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 6:32
7 Iomraidhean Croise  

تاسو ته ياد نۀ دى څۀ چې د جدعون زوئ ابى‌مَلِک څنګه وژلے شوے وو؟ په تيبض کښې داسې شوى وُو چې يوې ښځې د دېوال نه د ژرندې کاڼے راوغورزولو او هغه يې ووژلو. نو بيا تاسو ولې دومره دېوال ته نزدې شوى وئ؟ کۀ بادشاه ستاسو نه دا تپوس وکړو نو هغۀ ته ووايئ چې ستاسو آفسر اورِياه حِتے هم وژلے شوے دے.“


اے د يهوداه خلقو وګورئ ستاسو د خپلو ښارونو په تعداد کښې معبودان دى، او د يروشلم د کوڅو په تعداد کښې تاسو شرمناکې ډيرې قربان‌ګاه جوړې کړې دى، چې په کښې د بعل بُت دپاره د خوشبو سوزولو قربانۍ پېش کړئ.


مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول.


خو يوآس هغه ټولو ته ووئيل چا يې چې مخالفت کولو، ”تاسو د بعل صفائى کوئ څۀ؟ تاسو د هغۀ دپاره بحث کوئ؟ هر څوک چې د هغۀ صفائى کوى نو هغه به د سحر نه مخکښې ووژلے شى. کۀ بعل خُدائ وى، نو هغه دې خپل ځان بچ کړى. دا د هغۀ قربان‌ګاه وه چې تباه کړے شوه.“


يوه ورځ جدعون او د هغۀ ټول سړى وختى پاڅېدل او د حرود چينې په خوا کښې يې خېمې ولګولې. د ميديانيانو خېمې د هغوئ شمالى طرف ته په مېدان کښې د موره غر ته نزدې وې.


جدعون چې د بنى اِسرائيلو سره څومره ښۀ کړى وُو نو هغوئ د هغۀ خاندان ته هيڅ وفادارى ونۀ ښودله.


مالِک خُدائ جدعون، برق او اِفتاح راولېږل او په آخر کښې يې زۀ راولېږلم. مونږ هر يو تاسو د ګېرچاپېره دشمنانو نه بچ کړئ او تاسو په خېر سره ژوند تېرولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan