Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 6:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 نو بيا هغوئ يوآس ته ووئيل، ”خپل زوئ دلته بهر راوباسه چې مړ يې کړُو. ځکه چې هغۀ د بعل قربان‌ګاه تباه کړې ده او د اشيرې ستنه يې ټوټې کړې ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 6:30
7 Iomraidhean Croise  

نو بيا اِمامانو او پېغمبرانو، ټولو آفسرانو او نورو خلقو ته وفرمائيل چې، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورکړے شى ځکه چې هغۀ د دې ښار خِلاف پېشګوئې وکړه او تاسو په خپلو غوږُونو واورېده.“


د هغۀ د اوبو ذخيرې دې اوچې کړے شى. هغه به اوچې شى، ځکه چې ټول مُلک د بُتانو نه ډک شوے دے، او د هغه خلقو د بُتانو د يرې نه لکه د ليونو په شان عمل وکړو.


نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بې‌شکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى.


خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم.


د جوش په نسبت د جماعت زورونکے، او د شريعت د صداقت د لاندې بې‌عېبه يم.


هغوئ د يو بل نه تپوس وکړو، ”دا چا کړى دى؟“ هغوئ ښۀ معلومات وکړو او پته ورته ولګېده چې د يوآس زوئ جدعون دا کړى دى.


خو يوآس هغه ټولو ته ووئيل چا يې چې مخالفت کولو، ”تاسو د بعل صفائى کوئ څۀ؟ تاسو د هغۀ دپاره بحث کوئ؟ هر څوک چې د هغۀ صفائى کوى نو هغه به د سحر نه مخکښې ووژلے شى. کۀ بعل خُدائ وى، نو هغه دې خپل ځان بچ کړى. دا د هغۀ قربان‌ګاه وه چې تباه کړے شوه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan