27 نو جدعون خپل لس نوکران بوتلل او هم هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو. هغه د خپل خاندان او د ښار د خلقو نه سخت يرېدو چې د ورځې يې داسې کړے وے، نو هغۀ د شپې داسې وکړل.
مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بېلالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“
هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“
چې خپل زوئ په ما کښې څرګند کړى د دې دپاره چې زۀ په غېريهوديانو کښې د هغۀ زيرے خور کړم. نو نۀ خو ما د انسان نه صلاح واخسته
بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.
بلکې څنګه چې خُدائ پاک مونږ د دې لائق وګڼلو او زيرے يې راته وسپارلو، هم دغه شان يې مونږ بيانوو، اګر چې دا مونږ د بنى آدمو د خوشحالولو دپاره نه بلکې د خُدائ پاک د خوشحالولو دپاره بيانوو، څوک چې زمونږ زړونه آزمائى.
په دې لوړ ځائ باندې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته يوه صحيح قربانګاه جوړه کړه. بيا هغه دوېم غوَيے بوځه او د يوې قربانۍ په توګه يې پوره وسوزوه، د دې په سوزولو کښې د اشيرې د ستنې لرګى استعمال کړه چې تا ټوټې ټوټې کړې دى.“
کله چې په ورپسې سحر د ښار خلق وختى پاڅېدل نو هغوئ ته پته ولګېده چې د بعل قربانګاه او د اشيرې نښې ماتې شوې دى او دوېم غوَيے په هغه قربانګاه باندې سوزولے شوے دے چې هلته جوړه شوې وه.