قاضيانو 6:26 - Pakistani Yousafzai Pashto26 په دې لوړ ځائ باندې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته يوه صحيح قربانګاه جوړه کړه. بيا هغه دوېم غوَيے بوځه او د يوې قربانۍ په توګه يې پوره وسوزوه، د دې په سوزولو کښې د اشيرې د ستنې لرګى استعمال کړه چې تا ټوټې ټوټې کړې دى.“ Faic an caibideil |
ګاډۍ د يو سړى پټى ته راغله چې نوم يې يشوَع وو، هغه په بيتشمس کښې اوسېدو او ګاډۍ د يو غټ ګټ سره نزدې ودرېده. ليويانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه صندوق راکوز کړو چې د سرو زرو نمونې په کښې وې او په هغه غټ ګټ باندې يې کېښودل. خلقو د لرګى ګاډۍ ټوټې ټوټې کړه او غواګانې يې حلالې کړې او د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې مالِک خُدائ ته پېش کړې. بيا د بيتشمس خلقو نورې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.