Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 6:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 6:24
20 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.


د دې نه پس، هغۀ د بيت‌ايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيت‌ايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو.


اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندوبست کوى“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندوبست کيږى.“


هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او اېل‌الوهى‌اِسرائيل نوم يې پرې کېښودو کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.


بيا هغۀ مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې يې پېش کړې. مالِک خُدائ د هغۀ سوال قبول کړو او په بنى اِسرائيلو کښې وبا بنده شوه.


د دې کاڼو سره هغۀ د مالِک خُدائ د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړه کړه. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره يوه کنده وکنستله، دومره لويه چې تقريباً څوارلس ليټره اوبۀ په کښې راتلې.


او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشته‌دارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربان‌ګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.


موسىٰ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نوم کېښودو.


په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“


په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او يروشلم به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.


ټوله فاصله ګېرچاپېره به نهۀ کيلوميټره وى. او د هغې ورځې نه وروستو به د دې ښار نوم دا وى، مالِک خُدائ هلته موجود دے.“


دا د جِلعاد قبيلې دى، د يعزر قبيله، د حالق قبيله،


خو په کوم وخت کښې چې هغوئ لا په کنعان کښې وُو او چې کله هغوئ د اُردن سره نزدې جليلوت نومې ځائ ته راغلل، نو د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې سړى هلته د دې دپاره ايسار شول چې يوه لويه او د شان و شوکت والا قربان‌ګاه جوړه کړى.


بل سحر وختى خلقو هلته يو قربان‌ګاه جوړه کړه او د سلامتۍ نذرانې او سوزېدونکې نذرانې يې پېش کړې.


خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته دې خېر وى. مۀ يرېږه. تۀ به نۀ مرې.“


جدعون د سرو زرو يو بُت جوړ کړو او په خپل ښار عفره کښې يې کېښودو. ټولو بنى اِسرائيلو خُدائ پاک پرېښودو او هلته د بُت عبادت له لاړل. دا د جدعون او د هغۀ د خاندان دپاره يو دام جوړ شو.


د يوآس زوئ جدعون ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د ابيعزر د قبيلې په ښار عفره کښې د خپل پلار په اديره کښې ښخ شو.


ساؤل مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، دا وړومبۍ قربان‌ګاه وه چې هغۀ جوړه کړه.


بيا به هغه واپس په راما کښې خپل کور ته تلو، هلته يې هم د قاضى په توګه خِدمت کولو. هغۀ په راما کښې مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه هم جوړه کړې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan