2 ميديانيان د بنى اِسرائيلو نه طاقتور وُو او بنى اِسرائيليان د هغوئ نه په غارونو او د غرونو په نورو محفوظو ځايونو کښې پټېدل.
هغوئ د اوچو شوو دريابونو په مېدانونو کښې ژوند تېروى، او د زمکې په غارونو او ګټو کښې اوسيږى.
هغه د اوبو ډيګۍ چې اِسمٰعيل په کښې د هغه مړو لاشونه ورګزار کړل کوم چې هغۀ وژلى وُو هم هغه لويه ډيګۍ وه چې آسا بادشاه جوړه کړې وه چې کله هغۀ د مصفاه دفاع مضبوطه کړه چې خپل ځان د اِسرائيلو د بعشا بادشاه نه وساتى. اِسمٰعيل د نتنياه زوئ هغه د مړو نه ډکه کړه.
اے د موآب اوسېدونکو، تاسو خپل ښارونه پرېږدئ او په ګټانو کښې اوسېږئ. لکه د ګوګوشتکو په شان شئ، چې د غارونو په خولۀ کښې خپل ځان له جاله جوړوى.
زۀ به ستاسو نه مخ واړوم، نو تاسو به شکست وخورئ او هغه خلق چې ستاسو نه نفرت کوى هغوئ به په تاسو حکومت وکړى، تاسو به دومره يرېږئ چې څوک درپسې نۀ وى بيا به هم منډې وهئ.
دُنيا د هغوئ لائقه نۀ وه، هغوئ په دشتو، غرونو او د زمکې په غارونو او سوړو کښې هواګير وګرځېدل.
نو بيا د زمکې بادشاهانو، سردارانو، جرنيلانو، مالدارانو، طاقتورو، غلامانو او آزادو ټولو خلقو په غارونو او د غرونو په ګټانو کښې خپل ځانونه پټ کړل.
هغوئ اتلس کاله هغه ټول بنى اِسرائيل په تکليف کښې واچول او ظلم زياتے يې ورسره کولو کوم چې په جِلعاد کښې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو په مُلک کښې اوسېدل.
عمونيان د اُردن نه هم پورې وتل چې د يهوداه، بنيامين او اِفرائيم قبيلو سره جنګ وکړى. بنى اِسرائيليان په سخت کړاؤ کښې وُو.
چې کله به هم بنى اِسرائيلو څۀ تخم وکَرلو، نو ميديانيان به د عماليقيانو او د صحرا د قبيلو سره راتلل او په هغوئ به يې حمله کوله.
کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې حالات نازک دى او د هغوئ لښکر د سختۍ سره مخ دے، نو هغوئ د ګټو په غارونو او سورو کښې، ونو بوټو او په کُوهو کښې پټ شول،
نو هغوئ فلستيان پرېښودل چې هغوئ وګورى او فلستيانو ووئيل، ”ګورئ، څۀ عبرانيان د هغه غارونو نه راروان دى چې په کومو کښې پټ وُو.“