Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 6:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو جدعون خپل کور ته دننه لاړو او يو د چېلۍ بچے يې پوخ کړو او د لسو کلو اوړو نه يې پتيره روټۍ تياره کړه. هغۀ غوښه په يوه ټوکرۍ کښې کېښوده او ښوروا يې په يو لوښى کښې واچوله او دا يې د مالِک خُدائ فرښتې له ورکړل چې د څېړۍ د ونې لاندې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 6:19
9 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم وفرمائيل، ”صاحِبانو، کۀ تاسو ما د دې قابل ګڼئ، نو زما سره ايسار شئ چې زۀ ستاسو خِدمت وکړم.


زۀ به تاسو له لږه روټۍ هم راوړم، نو تاسو به بيا ښۀ مزل وکړئ. دا زما دپاره د عزت خبره ده چې زما کور ته راغلئ، نو زۀ به ستاسو مېلمستيا کوم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ښۀ ده، چې څنګه ستا خوښه وى نو هغه شان وکړه.“


کۀ دا نذرانه روټۍ وى چې په تنور کښې پخه شوې وى، نو دا دې د خمبيرې نه بغېر تياره شوې وى. دا دې د اوړو نه تيارې شوې غټې روټۍ وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى يا دې نرۍ نرۍ روټۍ وى چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى.


عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“


په کوم وخت کښې چې د قربان‌ګاه نه لمبې ختلې، نو منوحه او د هغۀ ښځې وليدل چې د مالِک خُدائ فرښته د اور په لمبو کښې بره آسمان ته وختله او منوحه او د هغۀ ښځه پړمخې په زمکې پرېوتل. خو هغوئ هغه سړے بيا ونۀ ليدو نو هغوئ ته پته ولګېده چې دا د مالِک خُدائ فرښته وه.


تۀ تر هغې پورې دلته ايسار شه چې زۀ تا له خپله نذرانه راوړم.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا تر واپس راتلو پورې ايسار يم.“


فرښتې هغۀ له حُکم ورکړو، ”غوښه او روټۍ په دې ګټ باندې کېږده او ښوروا ورباندې واچوه.“ نو جدعون هم داسې وکړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan