Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 6:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 تۀ تر هغې پورې دلته ايسار شه چې زۀ تا له خپله نذرانه راوړم.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا تر واپس راتلو پورې ايسار يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 6:18
6 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم وفرمائيل، ”صاحِبانو، کۀ تاسو ما د دې قابل ګڼئ، نو زما سره ايسار شئ چې زۀ ستاسو خِدمت وکړم.


زۀ به تاسو له لږه روټۍ هم راوړم، نو تاسو به بيا ښۀ مزل وکړئ. دا زما دپاره د عزت خبره ده چې زما کور ته راغلئ، نو زۀ به ستاسو مېلمستيا کوم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ښۀ ده، چې څنګه ستا خوښه وى نو هغه شان وکړه.“


خو هغۀ ډېر زور کولو او آخر ورسره کور ته لاړل. لوط خپلو نوکرانو له حُکم ورکړو چې روټۍ پخه کړى او د مېلمنو دپاره ښۀ خوراک تيار کړى. چې روټۍ تياره شوه، نو هغوئ وخوړه.


منوحه ته پته نۀ وه چې دا د مالِک خُدائ فرښته ده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”مونږ سره لږ ايسار شه او مونږ پرېږده چې تا له يو د چېلۍ بچے پوخ کړُو.“ خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ ستاسو سره ايساره شم، نو زۀ به ستاسو خوراک نۀ خورم. کۀ تاسو دا پَخول غواړئ، نو دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه وسوزوئ.“


جدعون جواب ورکړو، ”کۀ تۀ زما نه خوشحاله يې نو ما ته څۀ نښې وښايه چې تۀ په رښتيا مالِک خُدائ يې.


نو جدعون خپل کور ته دننه لاړو او يو د چېلۍ بچے يې پوخ کړو او د لسو کلو اوړو نه يې پتيره روټۍ تياره کړه. هغۀ غوښه په يوه ټوکرۍ کښې کېښوده او ښوروا يې په يو لوښى کښې واچوله او دا يې د مالِک خُدائ فرښتې له ورکړل چې د څېړۍ د ونې لاندې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan