17 جدعون جواب ورکړو، ”کۀ تۀ زما نه خوشحاله يې نو ما ته څۀ نښې وښايه چې تۀ په رښتيا مالِک خُدائ يې.
او پېغمبر خبره جارى وساتله، ”دا قربانګاه به ټوټې ټوټې شى او ايرې به يې خوَرې وَرې شى. نو بيا به تا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زما په ذريعه خبرې کړې دى.“
ما ته نښه راوښايه ستا د ښۀوالى، نو چې زما دشمنان دا وګورى نو وبه شرميږى، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تا زما مدد وکړو. او ما له دې تسلى راکړه.
اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم او تا رضا کړم. دا هم ياد ساته چې تا دا قوم خپل خلق ګڼلى دى.“
چې تۀ مونږ سره نۀ ځې نو چا ته به څنګه پته ولګى چې تۀ د خپلو خلقو او زما نه رضا يې؟ تۀ چې مونږ سره يې، نو چې د زمکې په مخ څومره خلق دى د هغوئ نه به مونږ بل شان شُو.“
”د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه وغواړه چې يوه نښه درته وښائى. کۀ هغه د آسمان نه پاس وى او کۀ د عالمِ ارواح نه لاندې وى.“
تۀ تر هغې پورې دلته ايسار شه چې زۀ تا له خپله نذرانه راوړم.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا تر واپس راتلو پورې ايسار يم.“