Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 6:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 بيا د مالِک خُدائ فرښته د عفره کلى ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې کښېناسته چې دا ونه د يوآس وه، يوآس د ابيعزر د قبيلې سړے وو. د هغۀ زوئ جدعون په پټه باندې د انګورو په لنګرۍ کښې غنم ټکول، د دې دپاره چې ميديانيان يې ونۀ ګورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 6:11
17 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ فرښتې په صحرا کښې د شور په لاره هاجِره په چينه وموندله


هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“


الياس لاړو او وې ليدل چې اليشع د غوَيو په يوه قلبه باندې يوه کوله، د هغۀ نه مخکښې يوولس سړى د قلبو سره وُو او هر يو سړى په يوه قلبه باندې يوه کوله. نو الياس خپله پېغمبرى چُوغه وويستله او اليشع ته يې ورواغوستله.


هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.


دا د جِلعاد قبيلې دى، د يعزر قبيله، د حالق قبيله،


او نور زۀ څۀ ووايم؟ ځکه دومره وخت راسره نشته چې د جدعون، برق، سمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل او د نورو نبيانو حال بيان کړم.


د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته زمکه د منسى دې باقى پاتې کورَنو ته حواله شوې وه يعنې ابيعزر، حالق، اسرى‌اېل، شِکم، حِفر او سميدع. دا د يوسف زوئ منسى نران اولاد وو او هغوئ د خپلو کورَنو مشران وُو.


عويم، فاره، عفره،


د مالِک خُدائ فرښته هغې ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”تۀ هيڅکله د بچو د پېدا کېدو جوګه شوې نۀ يې، خو تۀ به زر اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى.


بيا هغه ښځه لاړه او خپل خاوند ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک يو سړے ما له راغلو، هغه د خُدائ پاک د فرښتې په شان هيبتناک ښکارېدو. ما د هغۀ نه تپوس ونۀ وکړو چې د کوم ځائ نه راغلے يې، نو هغۀ ما ته خپل نوم هم ونۀ ښودلو.


د مالِک خُدائ فرښته فرمائى، ”د ميروز په خلقو دې لعنت وى، په هغوئ دې سخت لعنت وى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په جنګ کښې د مدد دپاره رانۀ غلل، هغوئ د تکړه جنګ کوونکو خِلاف د مالِک خُدائ مدد ونۀ کړو.“


د مالِک خُدائ فرښته هلته هغۀ ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”اے تکړه او طاقتور سړيه. مالِک خُدائ ستا مل دے.“


خو هغۀ وفرمائيل، ”ما چې څۀ کولے شول دا د هغې په نسبت هيڅ هم نۀ دى څۀ چې تاسو کړى دى. کۀ د اِفرائيم سړو لږ څۀ هم کړى دى دا د هغې نه ښۀ دى څۀ چې زما ټولې قبيلې کړى دى.


هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan