Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 6:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به د اموريانو معبودانو عبادت نۀ کوئ د چا په مُلک کښې چې اوس تاسو اوسېږئ. خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 6:10
23 Iomraidhean Croise  

د يهوداه او اِسرائيل د خبردارى دپاره مالِک خُدائ پېغام وړُونکى او نبيان لېږلى وُو چې هغوئ فرمائيل، ”خپل بد عملونه پرېږدئ او زما حُکمونه ومنئ، چې په هغې کښې هغه شريعت شامل دے چې کوم ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو او د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مې ستاسو په حواله کړے دے.“


نو هغوئ د مالِک خُدائ عبادت کولو، خو چې هغوئ د کومو مُلکونو نه راغلى وُو د هغې د رِواجونو په مطابق يې د خپلو خُدايانو عبادت هم کولو.


د سامريه زوال ځکه وشو چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه کړې وه، چا چې هغوئ د مِصر بادشاه فِرعون نه خلاص کړل او د مِصر نه يې راوويستل. هغوئ د نورو خُدايانو عبادت وکړو،


تا هغوئ له خبردارے ورکړو چې ستا قانون ته بيا راواپس شى، خو په غرور سره هغوئ ستا قانون و نۀ منلو، اګر چې ستا د قانون منل د ژوند لاره ده. هغه د سخت زړۀ او ضديانو خلقو نافرمانى وکړه او تا ته يې غوږ نۀ نيولو.


پام کوئ چې د هغه زمکې د خلقو سره لوظ ونۀ کړئ چې تاسو ور روان يئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.


د بل خُدائ عبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے.


ما به د خپلو اُستاذانو تابعدارى نۀ کوله، او نۀ به مې خپلو لارښودونکو ته غوږ نيولو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د نورو قومونو په طريقو تلل مۀ کوئ، او د هغوئ په شان په آسمان کښې د ستورو د ګردش او نښو نښانو نه مۀ يرېږئ تر دې چې هغوئ په خپله يريږى.


خو هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې ما ته توجو راکړه او نۀ يې زما پيروى وکړه. خو هغوئ سرکشه وُو او اصلاح کولو ته يې جواب ورنۀ کړو.


تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.


مونږ له په کار دى چې بې‌عزتى او شرم قبول کړُو او په شرمونو پټ شُو. ځکه چې مونږ د خپل پلار نيکۀ سره د خپل مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په خلاف ګناه کړې ده. د اول نه تر آخره پورې مونږ د خپل مالِک خُدائ پيروى نۀ ده کړې.“


خو ما تاسو ته نن د هغۀ حکم واورولو، خو تاسو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د هغه پېغام پيروى نۀ کوئ د کوم دپاره چې تاسو زۀ استولے وم.


نو بيا د قريح زوئ يوحانان او نورو فوجى مشرانو او نورو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو چې په يهوداه کښې پاتې شى.


خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو او د مِصر تحفنحيس ښار ته ورسېدل.


مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”دا ځکه چې هغوئ زما شريعت هېر کړو کوم تعليم چې ما هغوئ ته وړاندې کړے وو، نۀ هغوئ زما کلام ومنلو او نۀ يې د هغې پيروى وکړه،


هغه د هيچا تابعدارى نۀ کوى، هغه تربيت نۀ قبلوى. هغه په مالِک خُدائ يقين نۀ کوى، هغه خپل خُدائ پاک ته نزدې نۀ راځى.


خو ټولو د زيرى فرمانبردارى ونۀ کړه ځکه چې يشعياه وائى چې، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟“


نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو.


کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“


تاسو چې د هغه خلقو سره هيڅ لوظ ونۀ کړئ کوم چې په دې مُلک کښې اوسيږى بلکې د هغوئ د قربانۍ ځايونه راوغورزوئ. خو تاسو زما د حُکم نافرمانى کړې ده. تاسو داسې ولې کړى دى؟


ما تاسو د مِصريانو نه او د هغه خلقو نه بچ کړئ چې هغوئ ستاسو سره په دې مُلک کښې جنګ وکړو. چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو ما هغوئ وشړل او ما تاسو له د هغوئ مُلک درکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan