1 بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ د ميديان خلق دې ته پرېښودل چې اووۀ کاله په هغوئ بادشاهى وکړى.
د هغې نه يې زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ پېدا شول.
او چې کله څۀ سوداګر هلته تېرېدل، د هغۀ وروڼو يوسف د کوهى نه بهر راوويستلو او هغه يې د سپينو زرو په شلو سيکو په اِسمٰعيليانو باندې خرڅ کړو، نو هغوئ مِصر ته بوتلو.
ما د کوشن د خلقو خېمې په مصيبت کښې وليدلې، د ميديانيانو د اوسېدو ځائ په تکليف کښې.
موآبيانو د ميديانيانو مشرانو ته ووئيل، ”زر به دا لښکر زمونږ ګېرچاپېره هر څۀ تباه کړى، لکه چې يو آزاد غوَيے په ګياه ورګډ شى.“ نو بلق بادشاه
او نور زۀ څۀ ووايم؟ ځکه دومره وخت راسره نشته چې د جدعون، برق، سمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل او د نورو نبيانو حال بيان کړم.
نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او فلستيانو او عمونيانو له يې موقع ورکړه چې بنى اِسرائيلو له شکست ورکړى.
نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې شروع کړو.
جدعون ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ چې زمونږ مل دے نو دا هر څۀ په مونږ ولې شوى دى؟ هغه ټول عجيبه کارونه چرته دى چې زمونږ پلار نيکۀ مونږ ته وئيل چې مالِک خُدائ کول، هغوئ يې څنګه د مِصر نه راوويستل؟ مالِک خُدائ مونږ پرېښودلى يُو او ميديانيانو ته يې مونږ حواله کړى يُو.“