Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 5:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 زما زړۀ د بنى اِسرائيلو د مشرانو سره تړلے دے د هغه کسانو سره چې خپل ځانونه د جنګ دپاره پېش کول. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 5:9
11 Iomraidhean Croise  

خلقو د زړۀ د اخلاصه څيزونه ورکول او هغوئ په دې خوشحاله وُو چې څومره زيات يې ورکړى دى. داؤد بادشاه هم ډېر زيات خوشحاله وو.


درېم د زِکرى زوئ عمسياه وو، چې د هغۀ سره دوه لاکه فوجيان وُو. او عمسياه به په رضاکارانه توګه د مالِک خُدائ خِدمت کولو.


کله چې حزقياه بادشاه او د هغۀ آفسران راغلل او دا لوئ ډېرى يې وليدل، نو هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو او د خپلو اِسرائيليانو صِفت يې هم وکړو.


خلقو د هغه ټولو خلقو دپاره برکت وغوښتو چې کوم په رضاکارانه توګه په يروشلم کښې اوسېدل.


اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى.


کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.


ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.


ځکه چې هغۀ نۀ تش زمونږ خواست ومنلو بلکې هغه د مخکښې نه د زياتې سرګرمۍ سره په خپله مرضۍ تاسو ته درروان دے.


نو ما دا خبره ضرورى وګڼله چې په دې وروڼو زور راوړم چې اول کورنتيانو ته لاړ شى او د هغه چندې د مخکښې نه بندوبست وکړى د کومې چې تاسو وعده کړې ده، چې دا چنده په خپله خوښه راجمع کړئ نه چې په زبردستۍ.


”د مالِک خُدائ ثناء دې وى. مشرانو د بنى اِسرائيلو لارښودنه وکړه، او خلقو په خوشحالۍ سره ځانونه پېش کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan