Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 5:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بيا په هغه مُلک کښې جنګ وو کله چې بنى اِسرائيلو نوى معبودان خوښ کړل. د بنى اِسرائيلو په څلوېښتو زرو سړو کښې، داسې څوک نۀ وُو چې هغوئ ډال يا نېزه وړے وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 5:8
8 Iomraidhean Croise  

ځکه چې زۀ هغوئ پرېښے يم او دا ځائ يې غېرو معبودانو ته حواله کړو، او په دې ځائ کښې هغوئ هغه معبودانو ته داسې قربانۍ پېش کړې چې هغه نۀ دوئ په خپله او نۀ د دوئ پلار نيکۀ او نۀ د يهوداه بادشاهانو پخوا کړى وى. هغوئ دا زمکه د بې‌ګناه خلقو په وينو تويولو سره ډکه او رنګ کړه.


هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو، کوم چې د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک وو، هغه خُدائ پاک چې هغوئ يې د مِصر د مُلک نه راويستلى وُو او هغوئ د نورو معبودانو عبادت شروع کړو، د هغه خلقو د معبودانو چې د هغوئ په خواوشا کښې اوسېدل، هغوئ ورته سجدې وکړې او مالِک خُدائ يې په غصه کړو.


خو بنى اِسرائيلو خپلو قاضيانو ته غوږ ونۀ نيولو. بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره بې‌غېرتى وکړه او د نورو معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ زر د هغې لارې نه واوړېدل چې په کومه د هغوئ پلار نيکۀ روان وُو، چې هغوئ په فرمانبردارۍ سره د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق روان وُو.


د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو.


د اوبو په ګودرو کښې د سندرغاړو آواز واورئ. هغوئ د مالِک خُدائ فتحې بيانوى، چې د بنى اِسرائيلو فتحې دى. بيا د مالِک خُدائ خلق د ښار د دروازو طرف ته روان شول.


د بنى اِسرائيلو کلى پرېښودلے شول، او دا خالى پاتې شول تر دې پورې چې دبوره د بنى اِسرائيلو د مور په شان راپېدا شوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan