4 مالِکه خُدايه، کله چې تۀ د سعير د غرونو نه لاړې، کله چې تۀ د ادوم د علاقې نه راووتلې، زمکه ولړزېدله او د آسمان نه باران وورېدلو. آو، اوبۀ د وريځو نه راتوې شوې.
هغۀ ورته ووئيل چې، ”زما نېک عِيسو ته دا پېغام ورسوئ، زۀ ستا تابعدار خِدمتګار يعقوب يم، چې د ډېر وخت نه د لابن سره د يو مسافر په شان دېره يم،
بيا زمکه ولړزېده او وخوځېده، د آسمان بنيادونه وخوځېدل او ودرزېدل ځکه چې خُدائ پاک غصه وو.
څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوځوى،
په شيبو شيبو باران دې راشروع کړو پاکه خُدايه. ترڅو تۀ خُشکه زمکه کړې تازه او آباده،
وريځو بارانونه راوورول، او په آسمان کښې د تندر آوازونه شول، او ستا د برېښنا غشى په کښې پړقېدل.
ستا د تندر آوازونه په طوفان کښې واورېدے شول، ستا برېښنا ټوله دُنيا رڼا کړه، زمکه په لړزان او رپېدو شوه.
کله کله خو داسې ښکارى لکه چې مونږ هډو ستا خلق نۀ وُو او نۀ کله ستا د خلقو د نوم پورې تړلې يُو.
غرونه د هغۀ لاندې ويلى کيږى، او وادۍ په مينځ شليږى، څنګه چې موم د اور په وړاندې ويلى کيږى، څنګه چې اوبۀ د اوچت ځايونو نه لاندې راځى.
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.
د خُدائ پاک آواز هغه وخت زمکه ولړزوله خو اوس هغۀ دا لوظ کړے دے چې، ”اوس يو ځل بيا به زۀ يواځې زمکه نه، بلکې آسمان هم ولړزوم.“