Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 5:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 ”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 5:30
11 Iomraidhean Croise  

يعقوب د يوسف سره د نورو ټولو زامنو نه زياته مينه کوله، ځکه چې هغه د هغۀ د سپين سر زوئ وو. يعقوب د هغۀ دپاره د اوږدو لستُوڼو والا يوه ښُکلې چُوغه جوړه کړه.


نوکر هغه بهر کړه او دروازه يې ورپسې بنده کړه. تامار د اوږدو لستُوڼو اوږده چُوغه اغوستې وه، چې په هغه وخت کښې د يوې پېغلې شهزادګۍ دا عام لِباس وو.


د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.


د ګُلکارۍ په جامو کښې يې بادشاه له راوستله، پېغلې ملګرې هم ورسره راروانې دى.


”بادشاهان سره د فوجه وتښتېدل.“ په کور کښې ښځو د غنيمت مالونه تقسيم کړل.


دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم.


يواځې دروازې له دې لس ګزه اوږده پړده وى چې د کتان نه جوړه شوې وى چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وى. دا دې د څلورو ستنو او څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شى.


د انسان دپاره دا بهتره ده چې عاجز خويه وى او د مظلومانو سره ناسته پاسته کوى، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنيمتونو کښې شريک شى.


کوم خلق چې په تيارۀ کښې ګرځېدل، نو هغوئ يوه لويه رڼا ليدلې ده، او هغوئ څوک چې په تورو تيارو کښې اوسېدل، پرې نُور ځليږى.


په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل.


هوښيارو ښځو جواب ورکړو، بلکې هغې به ځان ته په خپله بيا بيا دا وئيل،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan