27 د هغې په پښو کښې راپرېوتلو، وغورزېدلو او د هغې پښو کښې پروت وو. د هغې په پښو کښې لاندې پرېوتو، هغه په زمکه وغورزېدلو او مړ شو.
”ګورئ، دا هغه زورَور سپاهى دے چا چې د خُدائ په حفاظت يقين نۀ کولو، خو هغۀ په خپل ډېر مال دولت باندې يقين کولو، او نور هم زورَور شولو په شرارت کولو.“
ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.
هغې په يو لاس کښې د خېمې موږے راوړو، او په بل لاس کښې د مزدور څټک، هغې سِسيرا ووهلو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه، او تندے يې ورله سورے سورے کړو.
د سِسيرا مور د کړکۍ د جالۍ نه بهر نظر واچولو، هغې تپوس وکړو، ”د هغۀ ګاډۍ ولې دومره ناوخته کړو؟ مونږ ولې د هغۀ د ګاډۍ آواز نۀ اورو؟“