26 هغې په يو لاس کښې د خېمې موږے راوړو، او په بل لاس کښې د مزدور څټک، هغې سِسيرا ووهلو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه، او تندے يې ورله سورے سورے کړو.
بيا هغه د خپلې منصوبې سره د ښار خلقو له لاړه، هغوئ د شيبا سر پرې کړو او يوآب ته يې د دېوال نه وروغورزولو. هغۀ د دې دپاره بيګل وغږولو چې د هغۀ سړى د ښار نه لاړ شى، نو هغوئ واپس کورونو ته لاړل. او يوآب واپس بادشاه له يروشلم ته راغلو.
سِسيرا ډېر ستړے وو او په خوږ خوب اودۀ شو. نو ياعيل څټک او د خېمې موږے واخستلو، غلې شان هغۀ له ورغله، هغې ورله موږے د تندى نه پورې غاړه وويستلو او موږے په زمکه کښې هم ښخ شو او هغه مړ شو.
سِسيراه اوبۀ وغوښتلې، خو هغې پئ ورکړل، هغې په يو ښُکلى جام کښې ورله شُملې راوړې.
د هغې په پښو کښې راپرېوتلو، وغورزېدلو او د هغې پښو کښې پروت وو. د هغې په پښو کښې لاندې پرېوتو، هغه په زمکه وغورزېدلو او مړ شو.