25 سِسيراه اوبۀ وغوښتلې، خو هغې پئ ورکړل، هغې په يو ښُکلى جام کښې ورله شُملې راوړې.
هغۀ لږ ماستۀ، پئ او هغه پخه شوې غوښه هم راوړه او سړو ته يې هر څۀ کېښودل او چې کله هغوئ روټۍ خوړله نو د ونې لاندې ورته ولاړ وو.
ياعيل د ټولو ښځو نه بختوره ده، چې د قينى حِبر ښځه ده، د ټولو نه بختوره ښځه چې په خېمو کښې اوسيږى.
هغې په يو لاس کښې د خېمې موږے راوړو، او په بل لاس کښې د مزدور څټک، هغې سِسيرا ووهلو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه، او تندے يې ورله سورے سورے کړو.