24 ياعيل د ټولو ښځو نه بختوره ده، چې د قينى حِبر ښځه ده، د ټولو نه بختوره ښځه چې په خېمو کښې اوسيږى.
هغۀ دپاره يې برکت وغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”خُدائ تعالىٰ دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان او زمکه پېدا کړى دى.
کوم کارونه چې هغې کړى دى هغې ته يې اجر ورکړئ، او د خلقو په مينځ کښې د هغې د محنت ستائينه وکړئ.
هغې ته فرښته ښکاره شوه او ورته يې وفرمائيل، ”مبارک شه. په تا ډېر فضل شوے دے، مالِک خُدائ ستا مل دے.“
او په زوره يې ووئيل، ”په ټولو ښځو کښې تۀ مبارکه يې او ستا د ګېډې مېوه مبارکه ده.
سِسيرا د قينى حِبر ښځې ياعيل خېمې ته وتښتېدو، ځکه چې د حصور بادشاه يابين د حِبر د خاندان سره د امن تړون وو.
هغۀ هغې ته ووئيل، ”زۀ تږے يم، ما له لږې اوبۀ راکړه.“ نو هغې د پيو مشکيزه کولاو کړه، پئ يې په هغۀ وڅښل او بيا يې پټ کړو.
سِسيراه اوبۀ وغوښتلې، خو هغې پئ ورکړل، هغې په يو ښُکلى جام کښې ورله شُملې راوړې.